سوره الحدید (وسپنه) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




57 الحدید(الحديد)، آیت ۲۶

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا وَإِبْرَاهِيمَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِمَا النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ ۖ فَمِنْهُمْ مُهْتَدٍ ۖ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ 26 ٢٦

او یقینًا یقینًا مونږ نوح او ابراهیم رسولان لېږلي وو او د دغو دواړو په اولاده كې مو نبوت او كتاب ایښى و، نو په دوى كې ځینې هدایت موندونكي دي او په دوى كې ډېر زیات فاسقان دي (۲۶)

تفسیر
او پرته له شکه نوح او ابراهيم عليهما السلام مو ولېږل، او د هغوی په اولاد کې مو نبوت، او نازل کړل شوي کتابونه وګرځول، نو د هغوی دواړو له اولادونو ځينو يې نېغې لارې ته لارموندونکي وو، توفيق ورکړل شوی وو، او ډېری له هغوی د الله له پيروۍ وتونکي وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ