Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 104 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 104 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


قَدْ جَاءَكُمْ بَصَائِرُ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ عَمِيَ فَعَلَيْهَا ۚ وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِحَفِيظٍ 104
ترجمه:
یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه څرګند دلیلونه راغلي دي، نو چا چې بصیرت حاصل كړ، نو د خپل ځان لپاره يې حاصل كړ او څوك چې ړوند شو، نو ضرر يې په همدې نفس باندې دي او زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم الانعام ۶:۱۰۴
تفسیر:
بیشکه راغلي تاسو ته -ای خلکو- دلیلونه ښکاره او قاطع دلیلونه د طرفه د رب ستاسو نه، نو چا چې پرې ځان پوه کړ او غاړه یې ورته کیښوده نو د هغه دغه فایده د ده د ځان لپاره ده، او چا چې دهغه نه ځان ړوند کړ، او ځان یې پرې پوه نه کړ، او غاړه یې ورته کې نه ښوده، نو د دغه ضرر خاص ده ته رسیږي، او زه په تاسو باندې څوکۍ کوونکی نه یم، چې ستاسو اعمال حسابوم، بلکې زه د خپل رب له طرف نه پیغمبر یم، او هغه په تاسو څوکۍ کوونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 103 راتلونکې الانعام • آیت 105