او همدارنګه مونږ ایتونه بیانوو او د دې لپاره چې دوى ووايي: تا لوستل زده كړي دي او د دې لپاره چې مونږه دا ښه بیان كړو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي الانعام ۶:۱۰۵ ⧉
تفسیر:
او لکه څرنګه چې مونږ بدل کړل دلیلونه او معجزې د الله تعالی په قدرت باندې همدارنګه مونږ بدلوو خپل ایتونه په وعدو، ویره ورکولو او نصیحت کولو کې، او خامخا وبه وایې مشرکان: دا وحی نده، بلکې تا خو دا د اهل کتابو نه لوستلی کوم چې مخکې ستا نه وو. او د دې لپاره چې مونږ بیان کړو حق خلکو ته په بیلا بیل ډول وړاندې کولو سره دې ایتونو لره مومنانو ته د محمد -صلی الله علیه وسلم- د امت نه، نو ځکه چې هغوی هغه خلک دي چې حق قبلوي، او د حق تابعداري کوي.