Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 106 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 106 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


اتَّبِعْ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ 106
ترجمه:
ته پیروي كوه د هغه شي چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي كولى شي، نشته حق معبود مګر هم هغه دى او ته له مشركانو څخه مخ واړوه الانعام ۶:۱۰۶
تفسیر:
تابعداري وکړه -ای پیغمبره- د هغه څه چې تا ته یې ستا رب وحی کوي د حق نه، نو هغه پاک ذات دی نشته څوک لایق د عبادت په حقه سره پغیر له هغه نه، او ته خپل زړه په کافرانو او د هغوی په حسد او ضد باندې مه مشغولوه، ځکه چې د هغوی کار د الله تعالی سره دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 105 راتلونکې الانعام • آیت 107