Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 11 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ ثُمَّ انْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ 11
ترجمه:
ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا تاسو وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و؟ الانعام ۶:۱۱
تفسیر:
ته ووایه –ای پیغمبره- دې دروغجنو او مسخرو کوونکو ته: وګرځئ تاسو په ځمکه کې، بیا سوچ او فکر وکړئ چې څرنګه وو اخرې انجام د هغه چا چې د الله تعالی پیغمبرانو ته د دروغو نسبت کوونکي وو، نو بیشکه په هغوی باندې د الله تعالی عذاب راغلی و سره د هغه قوت او دفاع نه چې د دوی سره وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 10 راتلونکې الانعام • آیت 12