Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 12 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


قُلْ لِمَنْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ قُلْ لِلَّهِ ۚ كَتَبَ عَلَىٰ نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ 12
ترجمه:
ته ووایه: هغه څه د چا دي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي؟ ته ووایه: د الله دي، هغه په خپل ځان باندې رحمت لازم كړى دى، خامخا لازمًا به هغه تاسو د قیامت په ورځ راجمع كوي، چې په هغې كې هېڅ شك نشته، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي الانعام ۶:۱۲
تفسیر:
ته ورته ووایه –ای پیغمبره-: د چا لپاره ده بادشاهي او اختیار د اسمانونو او بادشاهي او اختیار د ځمکې او اختیار د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي؟ ته ورته ووایه: بادشاهي او اختیار د دې ټولو یواځې الله تعالی لره دی، لازم کړی یې دی په خپل ځان باندې رحمت په خپلو بندګانو د مهربانۍ له مخې، نو هغوی ته په سزا ورکولو کې تیزې او تلوار نه کوي، تر دې پورې چې توبه ونه باسي نو راجمع به کړي ټولو لره د قیامت په ورځ، او دا هغه ورځ ده چې هیڅ شک پکې نشته. هغه کسان چې تاوانیان کړي یې دي خپل ځانونه په کفر کولو سره په الله تعالی باندې ایمان نه راوړي چې ځان پرې د تاوان څخه بچ کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 11 راتلونکې الانعام • آیت 13