Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 112 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 112 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الْإِنْسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا ۚ وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ ۖ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ 112
ترجمه:
او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انساني او جني شیطانان دښمنان ګرځولي وو، چې د دوى ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي الانعام ۶:۱۱۲
تفسیر:
او لکه څرنګه چې ته ازمایلی یې مونږ په دښمنۍ د دې مشرکانو ستا سره همداسې مونږ ازمایلی و هر پیغمیر ستا نه مخکې، نو مونږ ګرځولي وو هر یو ته د دوی نه دښمنان د سرکښو انسانانو نه، او دښمنان د سرکښو پیریانو نه، وسوسي کوي ځیني د دوی نه ځینو نورو ته نو ښایسته کوي دوی ته باطل د دې لپاره چې دوی دوکه کړي، او که چیرته الله تعالی غوښتلي وی چې دوی دا کار ونه کړي نو هیڅکله به یې هم نه و کړی، لیکن الله تعالی دا وغوښتل د دوی لپاره د امتحان او ازمایښت په ډول، نو پریږده دوی لره او هغه څه لره چې دوی یې کوي د کفر او باطل نه، او د دوی هیڅ پروا مه کوه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 111 راتلونکې الانعام • آیت 113