Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 111 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 111 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ أَنَّنَا نَزَّلْنَا إِلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةَ وَكَلَّمَهُمُ الْمَوْتَىٰ وَحَشَرْنَا عَلَيْهِمْ كُلَّ شَيْءٍ قُبُلًا مَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ 111
ترجمه:
او كه یقینًا مونږ دوى ته ملايك نازل كړي وى او له دوى سره مړیو خبرې كړې وى او مونږ هر شى دوى ته مخامخ راجمع كړى وى، (بیا هم) دوى (داسې) نه وو چې ایمان يې راوړى وى مګر دا چې كه الله وغواړي، او لېكن د دوى زیاتره خلق جهالت كوي الانعام ۶:۱۱۱
تفسیر:
او که چیرته مونږ قبوله کړو د دوی غوښتنه په راوړلو د هغو معجزو چې دوی یې غوښتنه او وړاندیز کړی، نو راولیږو په دوی باندې ملایکې او دوی یې په خپلو سترګو وویني، او مړي هم د دوی سره خبرې وکړي، او دوی ته خبر ورکړي په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی، او مونږ راجمع کړو دوی ته هر یو شی د هغه نه چې دوی غوښتلی په داسې حال کې چې دوی ورسره مخامخ شي؛ نه دي دوی چې ایمان راوړي په هغه څه چې تا پرې راتګ کړی، مګر هغه څوک چې الله تعالی ورته د هدایت اراده وکړي د دوی څخه، خو لیکن ډیری د دوی څخه په دې نه پوهیږي، نو پس دوی الله تعالی ته عاجزي نه کوي او نه ورته ورګرځي چې دوی ته د هدایت توفیق وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 110 راتلونکې الانعام • آیت 112