Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 121 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 121 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ ۗ وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَىٰ أَوْلِيَائِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ ۖ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ 121
ترجمه:
او تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خوراك مه كوئ چې په هغې باندې د الله نوم نه وي یاد كړى شوى او بېشكه دا (خوراك كول) خامخا فسق (نافرماني) دى اوبېشكه شیطانان يقينًا خپلو دوستانو ته وسوسې اچوي، د دې لپاره چې له تاسو سره جګړه وكړي او كه چېرې تاسو د هغوى اطاعت وكړئ، (بيا نو) بېشكه تاسو (هم) خامخا مشركان یئ الانعام ۶:۱۲۱
تفسیر:
او مه خورئ -ای مسلمانانو- د هغه څه نه چې نه وي یاد شوی نوم د الله تعالی په هغه باندې، برابره خبره ده که د بل چا نوم پرې یاد شوی وي یا نه وي یاد شوي، او یقینا د دې نه خوراک کول خامخا وتل دي د الله تعالی له تابعدارۍ نه د هغه نافرمانۍ ته، او بیشکه شیطانان خامخا وسوسې کوي خپلو دوستانو ته په اچولو د شبهاتو د دې لپاره چې ستاسو سره جګړه وکړي په خوړلو دمردارې کې، او که چیرته تاسو د هغوی خبره ومنله -ای مسلمانانو- په هغو شبهاتو کې چې هغوی یې اچوي -لپاره د حلالوالي د مردارې- نو شئ به تاسو او هغوی برابر په شرک کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 120 راتلونکې الانعام • آیت 122