Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 122 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 122 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


أَوَمَنْ كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْكَافِرِينَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 122
ترجمه:
ایا هغه څوك چې مړ و، بیا مونږ هغه راژوندى كړ او مونږ د هغه لپاره رڼا پیدا كړه چې په هغې سره هغه په خلقو كې ګرځي راګرځي؛ د هغه كس په شان دى چې د هغه حال (داسې وي چې هغه) په تیارو كې دى، له هغو نه كله هم وتونكى نه دى، همدارنګه د كافرانو لپاره هغه عملونه ښايسته كړى شوي دي چې دوى كول الانعام ۶:۱۲۲
تفسیر:
او ایا برابر دی هغه څوک چې هغه مړ و مخکې د الله تعالی د هدایت نه هغه ته-د هغه کفر او ناپوهۍ او ګناهونو له وجې چې دا پکې و- نو مونږ راژوندی کړ ده لره په هدایت کولو سره ایمان او علم او طاعت ته -: د هغه چا سره چې هغه د کفر او جهل او ګناهونو په تیارو کې وي د هغو نه نشي راوتلی، په تحقیق سره ګډې وډې شوې وې په هغه باندې لارې، او لوې لارې په هغه باندې تیاره شوې وې؟! لکه څرنګه چې ښایسته شوي دې مشرکینو ته هغه شرک او د مردارې خوړل او په باطل باندې جګړه کول چې دوی پکې دي؛ همدا رنګه ښایسته شوي کافرانو ته هغه ګناهونه چې دوی کول عاقبت دا دی چې دوی ته به بدله ورکړی شي په دې کارونو باندې د قیامت په ورځ په دردناک عذاب سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 121 راتلونکې الانعام • آیت 123