Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 123 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 123 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ أَكَابِرَ مُجْرِمِيهَا لِيَمْكُرُوا فِيهَا ۖ وَمَا يَمْكُرُونَ إِلَّا بِأَنْفُسِهِمْ وَمَا يَشْعُرُونَ 123
ترجمه:
او همدارنګه مونږ په هر كلي كې د هغه (كلي) مجرمان مشران ګرځولي دي، د دې لپاره چې دوى په هغه (كلي) كې مكر (فريب) وكړي او دوى يواځې له خپلو ځانونو سره مكر كوي، په دې حال كې چې دوى شعور نه لري الانعام ۶:۱۲۳
تفسیر:
او لکه څرنګه چې د مشرکینو سردارانو په مکه کې خلک د الله د لارې څخه بند کړي و ، همدغه شان مونږ په هر یو کلي کې مشران او غټ خلک پيدا کړي چې کوي خپل چلونه کوي د خلکو په رابللو سره د شیطان لارې ته او په جګړه کولو د پیغمبرانو او د هغوی د تابعدارنو سره، حال دا دی چې د دوی چل او دوکه د دوی په خپلو ځانونو باندې راګرځي، لیکن دوی په دې نه پوهیږي د دوی د ناپوهۍ او د خواهشاتو د تابعدارۍ له وجې نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 122 راتلونکې الانعام • آیت 124