Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 124 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 124 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا جَاءَتْهُمْ آيَةٌ قَالُوا لَنْ نُؤْمِنَ حَتَّىٰ نُؤْتَىٰ مِثْلَ مَا أُوتِيَ رُسُلُ اللَّهِ ۘ اللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ ۗ سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ 124
ترجمه:
او كله چې دوى ته كومه نښه راشي، دوى وايي: هیڅكله به مونږ ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې مونږ ته راكړى شي په شان د هغو (نښو) چې د الله رسولانو ته وركړى شوي دي۔، الله ښه عالم دى په هغه ځاى چې (هلته) خپل رسالت ږدي، ژر به هغو كسانو ته چې جرم يې كړى دى د الله په نیز ذلت ورسېږي او ډېر سخت عذاب، په سبب د هغه مكر چې دوى كاوه الانعام ۶:۱۲۴
تفسیر:
او کله چې راشي د کافرانو مشرانو ته یوه معجزه د هغو معجزو نه چې الله تعالی یې په خپلو بندګانو رالیږي، دوی وایې: مونږ ایمان نه راړو تر هغه چې راکړي مونږ ته الله تعالی په شان د هغه چې ورکړی یې دی پیغمبرانو ته د پیغمبرۍ او رسالت نه، نو الله تعالی په هغوی باندې رد وکړ، چې بیشکه هغه ښه پوهه دی په هغه چا چې د هغه د پیغمبرۍ لایق وي او د هغې د ادا کولو وړ وي، نو ځانګړی کوي یې په پیغمبرۍ او رسالت سره. خامخا وبه رسیږي دې سرکښانو ته خواري او سپکوالی د وجې د لویي کولو د دوی د حق نه، او سخت عذاب به ورته ورسیږي د دوی د چلونو او دوکو له وجې نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 123 راتلونکې الانعام • آیت 125