Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 125 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 125 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


فَمَنْ يُرِدِ اللَّهُ أَنْ يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ ۖ وَمَنْ يُرِدْ أَنْ يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْعَلُ اللَّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ 125
ترجمه:
نو هغه څوك چې الله هغه ته د هدایت كولو اراده وكړي، د هغه سینه د اسلام لپاره فراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغه سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، همدارنګه الله پلیتي (عذاب) اچوي په هغو كسانو باندې چې ایمان نه راوړي الانعام ۶:۱۲۵
تفسیر:
نو پس الله تعالی چې چاته اراده وکړي چې توفیق ورکړي د هدایت لارې ته نو د هغه سینه پراخه کړي او د اسلام قبلولو ته یې اماده کړي، او چاته چې وغواړي چې ذلیل یې کړي او د هدایت توفیق ورنه کړي نو د هغه سینه تنګه کړي د منلو د حق نه، لکه څرنګه چې ده بند کړی دی حق لدې څخه چې د ده زړه ته لار ومومي پداسې ډول یې بند کړی لکه څرنګه چې دی پخپله اسمان ته له ختلو څخه عاجز دی، او لکه څرنګه الله تعالی د ګمراه حال داسې تنګ ګرځولی همداسې به عذاب هغه چاته ورکړي چې په الله تعالی ایمان نه راوړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 124 راتلونکې الانعام • آیت 126