Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 135 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 135 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَنْ تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ ۗ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ 135
ترجمه:
ته ووایه: اى زما قومه! تاسو په خپل حالت باندې عمل كوئ، بېشكه زه (هم) عمل كوونكى یم، پس تاسو به ژر پوه شئ چې څوك دى چې د هغه لپاره به د اخرت (ښه) انجام وي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان برى نه مومي الانعام ۶:۱۳۵
تفسیر:
ته ووایه -ای پیغمبره-: ای زما قومه کلک شئ تاسو په خپله طریقه او په هغه څه چې تاسو پکې یاست له کفر او ګمراهۍ څخه، نو بیشکه ما ستاسو بهانه او عذر ختم کړی دی او په تاسو مې دلیل قایم کړی په رسولو ښکاره سره، نو زه ستاسو په کفر او ګمراهۍ باندې پروا نه کوم، بلکې زه کلک ولاړ یم په هغه څه چې زه پکې یم د حق نه، او زر دی چې تاسو به پوه شئ چې چا لره ده کامیابي په دنیا کې، او چا ته به دا ځمکه پاتې کیږي، او د چا لپاره دی کور د آخرت، بیشکه شان دا دی چې هیڅکله نشي کامیابیدلی مشرکان نه په دنیا او نه اخرت کې، بلکې د دوی وروستی انجام تاوان دی، او اګر که تاسو مزې کوئ په هغو نعمتونو چې تاسو یې استعمالوئ په دنیا کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 134 راتلونکې الانعام • آیت 136