Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 136 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 136 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَجَعَلُوا لِلَّهِ مِمَّا ذَرَأَ مِنَ الْحَرْثِ وَالْأَنْعَامِ نَصِيبًا فَقَالُوا هَٰذَا لِلَّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَٰذَا لِشُرَكَائِنَا ۖ فَمَا كَانَ لِشُرَكَائِهِمْ فَلَا يَصِلُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَمَا كَانَ لِلَّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَىٰ شُرَكَائِهِمْ ۗ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ 136
ترجمه:
او دوى د الله لپاره په هغو څیزونو كې برخه مقرر كړه چې هغه پیدا كړي دي، چې فصل او څاروي دي، نو وايي: دا د الله لپاره دي، د دوى په عقیده، او دا زمونږ د شریكانو لپاره دي، نو هغه چې د دوى د شریكانو لپاره وي، نو هغه الله ته نه رسېږي او هغه چې د الله لپاره وي، نو هغه د دوى شریكانو ته رسېږي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي الانعام ۶:۱۳۶
تفسیر:
او مشرکانو په الله تعالی باندې دروغ جوړ کړي داسې چې دوی ګرځولي الله تعالی لره د هغه څه نه چې پیدا کړي یې دي د فصلونو او څارویو نه برخې، نو دوی دا ګومان کړی چې بیشکه دا الله تعالی لره دي، او بله برخه د دوی بوتانو لره ده، نو هغه څه چې دوی د خپلو شریکانو لپاره خاص کړي هغو ځایونو ته نه رسیږي چې الله تعالی پکې مصرف کول روا کړي لکه فقیرانو او مسکینانو ته، او هغه چې الله تعالی ته یې خاص کړي نو د هغوی شریکانو ته ور رسیږي د بوتانو نه نو د هغوی لپاره یې مصرفوي، خبردار ډیره بده دا فیصله او تقسیم د دوی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 135 راتلونکې الانعام • آیت 137