Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 137 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 137 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ زَيَّنَ لِكَثِيرٍ مِنَ الْمُشْرِكِينَ قَتْلَ أَوْلَادِهِمْ شُرَكَاؤُهُمْ لِيُرْدُوهُمْ وَلِيَلْبِسُوا عَلَيْهِمْ دِينَهُمْ ۖ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا فَعَلُوهُ ۖ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ 137
ترجمه:
او همدارنګه د ډېرو مشركانو لپاره د هغوى شریكانو د خپل اولاد وژل ښايسته كړي دي، د دې لپاره چې هغوى دوى هلاك كړي او د دې لپاره چې په دوى باندې خپل دین ګډوډ كړي او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته پرېږده دوى او هغه چې دوى دروغ جوړوي الانعام ۶:۱۳۷
تفسیر:
او لکه څرنګه چې ښایسته کړی و شیطان مشرکانو ته دا د ظلم والا حکم همدغه شان ښایسته کړې وه ډیرو مشرکانو ته د هغوی شریکانو د شیطانانو نه دا خبره چې ووژني خپل بچي د ولږې د ویرې نه؛ د دې لپاره چې هلاک یې کړي د داسې یو کار په کولو سره چې هغه د یو نفس وژل دي؛ هغه چې الله تعالی یې وژل حرام کړي دي مګر په حق سره، او د دې لپاره چې ګډوډ کړي په دوی باندې دین د دوی نو نه به پیژني دوی چې کوم کار روا او کوم ناروا دی، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې دوی دا کار نه و کړی نو هیڅکله به یې نه و کړی، خو الله تعالی د خاص حکمت لپاره دا وغوښتل، نو پریږده -ای پیغمبره- دا مشرکان او دروغ جوړول د دوی په الله تعالی باندې، نو پس دا تاته څه ضرر نشي رسولی، او د دوی کار الله تعالی وسپاره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 136 راتلونکې الانعام • آیت 138