Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 142 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 142 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَمِنَ الْأَنْعَامِ حَمُولَةً وَفَرْشًا ۚ كُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ 142
ترجمه:
او (پیدا كړي يې دي) په څارویو كې بار وړونكي او وړوكي (، نو) تاسو له هغو ځنې خورئ چې الله تاسو ته دركړي دي او تاسو د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، بېشكه هغه تاسو لپاره ښكاره دښمن دى الانعام ۶:۱۴۲
تفسیر:
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي ستاسو لپاره د چارپایانو نه هغه چې تیار وي دې ته چې بار پرې وړل کیدی شي لکه غټ اوښان، او هغه چې دې ته نه وي برابر لکه واړه اوښان او ګډې، خورئ -ای خلکو- د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي د دې شیانو نه چې تاسو ته یې حلال کړي، او شیطان په پلونو مه ځئ په حلالوالي د هغه څه کې چې الله تعالی حرام کړي او په حراموالي د هغه څه کې چې الله تعالی حلال کړي لکه مشرکان چې یې کوي، بیشکه شیطان ستاسو لپاره -ای خلکو- دښمن دی؛ ښکاره ده دښمني د هغه داسې چې هغه ستاسو نه غواړي چې د الله تعالی نافرماني وکړئ په دې کار سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 141 راتلونکې الانعام • آیت 143