Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 143 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 143 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ ۖ مِنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ ۗ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الْأُنْثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الْأُنْثَيَيْنِ ۖ نَبِّئُونِي بِعِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 143
ترجمه:
(الله پیدا كړي دي حلال) اته جوړې (قسمونه)، له ګډو نه دوه (نر او ښځه) او له چېلو (بزو) نه دوه (نر او ښځه)، ته (دوى ته) ووایه: ایا هغه (الله) دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (ګډې او چېلۍ) رحمونه په هغو مشتمل وي، تاسو ما ته په علم سره خبر راكړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ الانعام ۶:۱۴۳
تفسیر:
پیدا کړي یې دي ستاسو لپاره اته قسمونه؛ د ګډو نه دوه جوړې: نر او ښځه، او د وزو نه دوه، ته ووایه -ای پیغمبره- مشرکانو ته: آیا حرام کړي دي الله تعالی دا دوه نران د نرتوب له وجې نه؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو تاسو ښځینه ولې حراموئ؟ او که یا الله تعالی حرام کړي دواړه ښځينه د هغوی د ښځیتوب د وجه؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو ولې تاسو حراموئ دوه نران؟ او که یا (الله تعالی) حرام کړي هغه څه چې مشتمل دي په هغه باندې رحمونه د دواړو ښځینه و د دې وجې نه چې دا په رحم کې دي؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو تاسو ولې فرق کوئ په مینځ د هغه څه کې چې په رحمونو کې دي په حراموالي د نرانو د هغې کله (ځینې وختونه) او په حراموالي د ښځینه و د هغې کله (ځینې وختونه)، خبر راکړئ ماته -ای مشرکانو- په هغه څه چې تاسو پرې باور کوئ (دلیل پرې نیسئ) د صحیح علم نه که چیرته تاسو ریښتوني یاست په خپله دعوه کې چې یقینا د دې شیانو حراموالی د الله تعالی له طرفه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 142 راتلونکې الانعام • آیت 144