Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 157 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 157 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


أَوْ تَقُولُوا لَوْ أَنَّا أُنْزِلَ عَلَيْنَا الْكِتَابُ لَكُنَّا أَهْدَىٰ مِنْهُمْ ۚ فَقَدْ جَاءَكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ ۚ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَّبَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَصَدَفَ عَنْهَا ۗ سَنَجْزِي الَّذِينَ يَصْدِفُونَ عَنْ آيَاتِنَا سُوءَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يَصْدِفُونَ 157
ترجمه:
یا چې تاسو ونه وایئ: یقینًا كه چېرې په مونږه كتاب نازل كړى شوى وَى لازمًا به مونږ له دوى نه ښه لارموندونكي وو، نو یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى او هدایت او رحمت، نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې د الله ایتونه دروغ ګڼي او له هغو نه مخ اړوي؟ عنقریب به مونږ هغو كسانو ته د سخت عذاب سزا وركړو چې زمونږ له ایتونو نه مخ اړوي، په سبب د هغه چې دوى اعراض كاوه الانعام ۶:۱۵۷
تفسیر:
او لدې وجې نه چې ونه وایئ تاسو: که چیرته الله تعالی په مونږ باندې یو کتاب رانازل کړی وی لکه څرنګه چې یې په یهودیانو او نصرانیانو رانازل کړی و نو مونږ به د هغوی په پرتله ډیر په استقامت وو، نو بیشکه راغلی تاسو ته کتاب چې رانازل کړی الله تعالی ستاسو په پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې- ستاسو په ژبه، او دا ښکاره دلیل دی او ښودنه کوونکی دی حق ته او رحمت دی لپاره د امت، نو تاسو عذرونه مه کوئ کمزوري عذرونه، او بهانې مه کوئ باطلې بهانې، او نشته هیڅ څوک ډیر ظلم کوونکی د هغه چا نه چې دروغجن ګڼي آیتونه د الله تعالی او ورڅخه مخ اړوي، زر دی هغه کسان چې زمونږ له آیتونو څخه اوړی مونږ به سزا ورکړو ؛ سخته سزا په ننویستلو د دوی د جهنم اور ته؛ دا بدله ده د دوی د مخ اړولو له امله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 156 راتلونکې الانعام • آیت 158