Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 158 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 158 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا أَنْ تَأْتِيَهُمُ الْمَلَائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ رَبُّكَ أَوْ يَأْتِيَ بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ ۗ يَوْمَ يَأْتِي بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ لَا يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا ۗ قُلِ انْتَظِرُوا إِنَّا مُنْتَظِرُونَ 158
ترجمه:
دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا رب راشي، یا ستا د رب ځینې نښې راشي، په كومه ورځ كې چې ستا د رب ځینې نښې راشي (نو) هېڅ نفس ته به د هغه ایمان راوړل فايده ورنه كړي چې له مخكې نه يې ایمان نه وي راوړى، یا يې په خپل ایمان كې څه خیر نه وي ګټلى، ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ (هم) انتظار كوونكي یو الانعام ۶:۱۵۸
تفسیر:
انتظار نه باسي دا دروغ ګڼوونکي خلک مګر د دې چې راشي دوی ته د مرګ پرښتې او د هغه ملګري د دې د روح اخستلو لپاره په دنیا کې، او یا راشي رب ستا د فیصلې په ورځ په اخرت کې -ای پیغمبره- د دوی تر منځه د فیصلې کولو لپاره، او یا راشي ځینې خاص نښې د رب ستا چې دلالت کوونکي وي په قیامت باندې، په هغه ورځ چې راشي ځینې نښې د رب ستا -لکه لمر راختل د لویدیځ له طرفه- ګټه نه رسوي کافر ته په دغه ورځ ایمان د هغه، او وروسته لدې مؤمن ته د هغه نیک عمل ګټه نه رسوي چې وړاندې لدې یې هیڅ خیر نه وي کړي، ووایه -ای پیغمبره- دې دروغ ګڼونکو مشرکانو ته: تاسو یو د دې شیانو راتګ ته انتظار وکړئ، مونږ هم انتظار کوونکي یو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 157 راتلونکې الانعام • آیت 159