Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 159 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 159 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ ۚ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ 159
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې خپل دین يې تار په تار كړى دى، او دوى فرقې فرقې شول، ته له دوى نه په هېڅ شي كې نه يې، یقینًا خبره همدا ده چې د دوى معامله الله ته (سپارل شوې) ده، بیا به هغه دوى ته د هغو كارونو خبر وركوي چې دوى كول الانعام ۶:۱۵۹
تفسیر:
بیشکه هغو کسانو چې ګرځولی یې دی دین خپل ګډوډ د یهودیانو او نصرانیانو نه، داسې چې ځینې یې اخیستی او ځینې یې پریښی، او دوی بېلابېلې ډلې شوي دي، نه یې ته -ای پیغمبره- د دوی نه په هیڅ شي کې، نو پس یقینا ته بیزاره یې د هغې ګمراهۍ نه چې دوی پکې دي، او نشته په تا باندې مګر ویره ورکول دوی ته، نو د دوی کار (معامله) الله تعالی ته سپارل شوې ده، بیا خاص الله تعالی به دوی ته خبر ورکړي د قیامت په ورځ په هغو عملونو چې دوی کول په دنیا کې نو بدله به ورله پرې ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 158 راتلونکې الانعام • آیت 160