Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 160 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 160 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا ۖ وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ 160
ترجمه:
څوك چې یوه نېكي راوړي، نو د هغه لپاره د هغې لس چنده دى او څوك چې یوه بدي راوړي، نو هغه ته به يواځې د هغې په مثل سزا وركولى شي او په دوى به ظلم نه كېږي الانعام ۶:۱۶۰
تفسیر:
چا چې له مؤمنانو څخه د قیامت په ورځ په یوې نیکۍ سره راتګ وکړ نو الله تعالی به یې ورته لس برابره کړي، او چا چې راتګ وکړ په بدۍ سره نو سزا به نشي ورکوول کیږي مګر د هغې بدۍ په شان په سپکوالي او دروندوالي کې، د دې نه به ډیره سزا نه ورکول کیږي، او لدوی سره به د قیامت په ورځ ظلم نشي کیدلی د نیکیو د ثواب په کمولو کې ، او نه په زیاتولو د سزا د بدیو کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 159 راتلونکې الانعام • آیت 161