Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 164 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 164 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ ۚ وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا ۚ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ مَرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ 164
ترجمه:
ته ووایه: ایا زه له الله نه غیر (بل) رب ولټوم، حال دا چې هغه د هر شي رب دى، او هېڅ یو نفس (دګناه) كسب نه كوي مګر د خپل (ځان) په ضرر يې كوي او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو خبر كړي په هغو كارونو چې تاسو به په هغو كې اختلاف كاوه الانعام ۶:۱۶۴
تفسیر:
ووایه -ای پیغمبره-: دې مشرکینو ته: آیا پرته له الله تعالی نه زه ولټوم (وغواړم) رب او خاص هغه پاک ذات پالوونکی د هر یو شي دی؟! نو پس هغه پالوونکی د ټولو هغو معبودانو دی چې تاسو یې پرته له هغه نه بندګي کوئ، او نه شي بارولی یو بې ګناه کس د بل چا ګناه، بیا خاص ستاسو رب ته ورګرځیدل ستاسو دي د قیامت په ورځ نو خبر به درکړي تاسو ته په هغه څه چې تاسو پکې اختلاف کړی و په دنیا کې د دین د کارونو نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 163 راتلونکې الانعام • آیت 165