Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 165 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 165 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَهُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ الْأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ ۗ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 165
ترجمه:
او دا (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خلیفګان جوړ كړئ او ستاسو ځینې يې د ځینو (نورو) له پاسه په درجو كې پورته كړل، د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، بېشكه ستا رب ډېر ژر سزا وركوونكى دى او بېشكه هغه خامخا ښه بخښونكى، بې حده مهربان دى الانعام ۶:۱۶۵
تفسیر:
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې ګرځولي یاست تاسو وروسته راتلونکي د هغه چا نه چې مخکې ستاسو څخه وو په ځمکه کې؛ لپاره د ابادولو د ځمکې، او پورته کړي یې دي ځینې ستاسو څخه په پیدایښت، رزق او نورو شیانو کې د ځینو نورو له پاسه په درجو سره؛ د دې لپاره چې ازمیښت وکړي په تاسو باندې په هغو نعمتونو کې چې تاسو ته یې درکړي، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- زر حساب والا دی، نو پس هر هغه شی چې راتلونکی وي نو هغه نیږدې دی، او یقینا الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي د هغه د بندګانو نه مهربانه دی په هغه باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 164 راتلونکې الاعراف • آیت 1