او هم دى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او هم دى ښه حكمت والا، ښه خبردار دى الانعام ۶:۱۸ ⧉
تفسیر:
او هغه غالب دی په خپلو بندګانو ذلیلوونکی دی هغوی لره، اوچت دی په هغوی باندې د هر اړخه هغه ذات دی چې هیڅ شی یې نشي عاجز کولی، او هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، ټول هغه ته غاړه کیښودونکي دي، د خپلو بندګانو نه اوچت دی لکه څرنګه چې د هغه د شان سره مناسب وي، او د حکمت والا دی په خپل پیدایښت، کار جوړولو او شرع کې، په هر شي باندې خبردار دی هیڅ شی پرې پټ نشي پاتی کیدلی.