Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 19 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۚ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَٰذَا الْقُرْآنُ لِأُنْذِرَكُمْ بِهِ وَمَنْ بَلَغَ ۚ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللَّهِ آلِهَةً أُخْرَىٰ ۚ قُلْ لَا أَشْهَدُ ۚ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ 19
ترجمه:
ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى۔ او ما ته دا قرآن وحي كړى شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسېدلى، ایا بېشكه تاسو خامخا (د دې خبرې) ګواهي كوئ چې یقینًا له الله سره نور معبودان (هم) شته؟ ته ووایه: زه (د دې) شاهدي نه كوم، ته ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې هغه یو معبود دى او بېشكه زه له هغه څه نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكان كوئ الانعام ۶:۱۹
تفسیر:
ووايه –ای پیغمبره- مشرکانو ته هغوی چې تا ته یې د دروغو نسبت کړی: کوم یو شی ډیر عزتمند او لوی ګواهي کوونکی دی زما په رښتینولۍ؟ ته ووایه: الله تعالی د ډير عزت والا دی او ډیر لوی ګواهي کوونکی دی زما په رښتینولۍ، او هغه ګواه دی زما او ستاسو ترمنځ، پوهیږي په هغه څه باندې چې ما پرې تاسو ته راتګ کړی، او په هغه څه چې تاسو پرې رد کیدلی شئ، او بیشکه ماته الله تعالی د دې قران وحي کړې چې زه پرې تاسو وویروم، او ویروم په دې سره هغه څوک چې دا وحې ورته ورسیږي د انسانانو او پیریانو څخه، بیشکه تاسو –ای مشرکانو- عقیده لرئ چې یقینا د الله تعالی سره نور څوک هم د عبادت لایق شته، ته ووایه –ای پیغمبره-: زه ګواهي نه ورکوم په هغه څه چې تاسو پرې اقرار کړی د وجې د باطلوالی د هغه نه، بیشکه الله تعالی چې دی یواځې د عبادت مستحق دی هیڅ شریک ورله نشته، او بیشکه زه بیزاره یم د هر هغه شي نه چې تاسو یې د الله تعالی سره شریکوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 18 راتلونکې الانعام • آیت 20