Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 25 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَمِنْهُمْ مَنْ يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ ۖ وَجَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا ۚ وَإِنْ يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لَا يُؤْمِنُوا بِهَا ۚ حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوكَ يُجَادِلُونَكَ يَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ 25
ترجمه:
او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې تا ته غوږ نیسي او مونږ د هغوى په زړونو باندې پردې اچولې دي چې په دې (قرآن) پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼ والى (اچولى دى) او كه دوى هره نښه وویني، (بيا هم) دوى په هغې ایمان نه راوړي، تر دې چې كله دوى تا ته راشي، چې له تا سره جګړه كوي (، نو) هغه كسان چې كافر شوي دي وايي: نه دى دا (قرآن) مګر د مخكېنو خلقو باطلې قصې الانعام ۶:۲۵
تفسیر:
او ځیني له مشرکانو نه هغه دي چې غوږ ږدي تاته –ای پیغمبره- کله چې ته قران کریم لولې، لیکن دوی ته ګټه نه رسوي هغه څه چې دوی ورته غوږ ږدي؛ ځکه چې مونږ د دوی په زړونو باندې پردې ګرځولي تر څو په قران کریم باندې پوه نشي، د دوی د ضد او مخ اړولو د وجې نه، او مونږ د دوی په غوږونو کې کوڼوالی ایښودی د فایده مندو اوریدلو نه، او څومره چې دوی د ښکاره نښو او ښکاره دلیلونو څخه وویني بیا پرې هم ایمان نه راوړي، تر دې چې دوی تاته راشي او تاسره د حق په مقابل کې په باطل باندې جګړې کوي او وایې: نه دي هغه څه چې تا پرې راتګ کړی مګر اخیستل شوي د پخوانیو کتابونو څخه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 24 راتلونکې الانعام • آیت 26