Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 26 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَهُمْ يَنْهَوْنَ عَنْهُ وَيَنْأَوْنَ عَنْهُ ۖ وَإِنْ يُهْلِكُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ 26
ترجمه:
او دوى له ده نه منع كول كوي او له ده نه لرې كېږي او دوى يواځې خپل ځانونه هلاكوي او دوى شعور نه لري الانعام ۶:۲۶
تفسیر:
او دوی خلک منع کوي د ایمان راوړلو نه په پیغمبر باندې، او پخپله هم د هغه نه لری کیږي، نو څوک نه پریږدي چې فایده ترې واخلي، او په خپله ترې هم فایده نه اخلي، او دوی په دې کار سره نه هلاکوي مګر خپل ځانونه، او دوی په دې نه پوهیږي چې دا کوم کار چې دوی کوي دا د دوی لپاره هلاکت دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 25 راتلونکې الانعام • آیت 27