Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 27 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ وُقِفُوا عَلَى النَّارِ فَقَالُوا يَا لَيْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِآيَاتِ رَبِّنَا وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ 27
ترجمه:
او كه ته ووینې كله چې دوى پر غاړه د اور ودرولى شي، نو دوى به وايي: اى كاشكې! مونږ بیا (دنیا ته) واپس كړى شو، له دې سره چې د خپل رب د ایتونو (بیا) تكذیب ونه كړو او مونږ شو له مومنانو ځنې الانعام ۶:۲۷
تفسیر:
او که ته ووینې –ای پیغمبره- کله چې به دوی پیش کیدلی شي د قیامت په ورځ په اور باندې، نو دوی به د پیښمانتیا نه وایې: کاش چې مونږ بیرته دنیا ته ګرځول شوي و، او مونږ د الله تعالی آیتونو ته د دروغو نسبت نه وي کړی، او مونږ به په الله تعالی باندې د ایمان لرونکو نه و- نو تا به تعجب کړی و د دوی د بد حال څخه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 26 راتلونکې الانعام • آیت 28