Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 28 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


بَلْ بَدَا لَهُمْ مَا كَانُوا يُخْفُونَ مِنْ قَبْلُ ۖ وَلَوْ رُدُّوا لَعَادُوا لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ 28
ترجمه:
بلكې دوى ته هغه څه ظاهر شول چې دوى مخكې پټول او كه چېرې دوى (دنیا ته) واپس كړى شي (، نو) لازمًا به دوى هغه شي ته راوګرځي، له څه نه چې دوى منع كړى شوي وو، او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي الانعام ۶:۲۸
تفسیر:
خبره داسې نده لکه دوی چې وایې که چیرته دوی بیرته دنیا ته واپس شي نو دوی به ایمان رواړي، بلکه دوی ته ښکاره شو هغه څه چې دوی پټ کړي وو د دوی لدې وینا څخه: (په الله تعالی مو دې قسم وي چې مونږ مشرکان نه وو)، کله چې په دوی باندې خپلو اندامونو ګواهي ورکړه، او که چیرته بالفرض دوی دنیا ته راوګرځي نو خامخا دوی به بیرته هغه کفر او شرک ته وروګرځي چې دوی ترې منع شوي وو، او بیشکه دوی دروغجن دي په خپله وعده کې په ایمان باندې کله چې دوی بیرته وګرځول شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 27 راتلونکې الانعام • آیت 29