Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 30 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 30 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ وُقِفُوا عَلَىٰ رَبِّهِمْ ۚ قَالَ أَلَيْسَ هَٰذَا بِالْحَقِّ ۚ قَالُوا بَلَىٰ وَرَبِّنَا ۚ قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ 30
ترجمه:
او كه چېرې ته ووینې كله چې دوى د خپل رب په وړاندې ودرولى شي (، نو) هغه به وفرمايي: ایا دا (ژوند) رښتیا نه دى؟ دوى به ووايي: ولې نه! قسم دى زمونږ په رب، هغه به وفرمايي: نو تاسو عذاب وڅكئ د هغه كفر په سبب چې تاسو كاوه الانعام ۶:۳۰
تفسیر:
او که چیرته ته ووینې –ای پیغمبره- کله چې د بیرته راژوندي کیدلو نه انکار کوونکي د خپل رب مخې ته ودرول شي نو خامخا ته به نا اشنا ووینې د دوی بد حال، کله چې به ورته الله تعالی ووایې: آیا نه دی دا هغه دوباره ژوند چې تاسو ورته د دروغو نسبت کاوه په رښتیا سره چې ثابت دی او هیڅ شک او شبهه پکې نشته؟! دوی به ووایې: زمونږ دې قسم وي زمونږ په هغه رب چې مونږ یې پیداکړی یو یقینا دا حق دی او ثابت دی هیڅ شک پکې نشته، نو الله تعالی به ورته په دغه وخت کې ووایې: نو وڅکئ تاسو عذاب په سبب د کفر ستاسو په دې ورځ باندې؛ نو وئ تاسو چې نسبت د دروغو مو کولو دې ورځې ته په دنیا کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 29 راتلونکې الانعام • آیت 31