Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 31 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 31 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءَتْهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً قَالُوا يَا حَسْرَتَنَا عَلَىٰ مَا فَرَّطْنَا فِيهَا وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ عَلَىٰ ظُهُورِهِمْ ۚ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ 31
ترجمه:
یقینًا هغه كسان تاوانیان شوي دي چا چې د الله ملاقات دروغ ګڼلى دى، تر دې چې كله دوى ته قیامت ناڅاپه راشي، دوى به وايي: هۍ افسوس! په هغې كوتاهۍ باندې چې مونږ د دې (قیامت) په باره كې كړې ده، او دوى به خپل پېټي په خپلو شاګانو پورته كوي، اګاه شئ! بد دى هغه شى چې دوى يې (بوج) پورته كوي الانعام ۶:۳۱
تفسیر:
یقینا تاوان کې پریوتلي هغه کسان چې نسبت د دروغو یې کړی دوباره ژوندون ته د قیامت په ورځ او د الله تعالی مخې ته ودریدل یې ډیر لرې او نااشنا کڼلي، تر دې چې راغی دوی ته قیامت ناڅاپه پرته لدې چې مخکې ورته علم وي، وبه وایې دوی د زیاتې پښیمانتیا له وجې نه: های افسوس دی او برباد دي زمونږ امیدونه د دې وجې نه چې مونږ د الله تعالی په حق کې کوتاهي کړې وه د کفر کولو نه په هغه او د قیامت ورځې ته په تیاري نه کولو سره، او دوی به باروي خپل ګناهونه د دوی په شاګانو، خبردار! ډیر بد دي هغه چې دوی یې باروي د دې ګناهونو نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 30 راتلونکې الانعام • آیت 32