Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 32 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَعِبٌ وَلَهْوٌ ۖ وَلَلدَّارُ الْآخِرَةُ خَيْرٌ لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ 32
ترجمه:
او دنيايي ژوند نه دى مګر لوبه او تماشه، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپار ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ الانعام ۶:۳۲
تفسیر:
او ندی ژوند د دنیا هغه چې تاسو ورته کږیږئ او مایله کیږئ مګر ساعت تیري او لویي ده د هغه چا لپاره چې د الله تعالی دخوشحالولو کارونه پکې نه کوي، او هر چې کور وروستنی دی نو هغه غوره دی د هغه چا لپاره چې ویریږي د الله تعالی څخه په کولو د هغه څه سره چې امر یې پرې کړی د ایمان او تابعدارۍ نه، او په پریښودلو د هغه څه چې منع یې ترې کړې؛ له شرک او نافرمانۍ نه، نو آیا تاسو نه پوهیږئ -ای مشرکانو- په دې باندې؟! تر څو ایمان راوړئ او نیک کارونه وکړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 31 راتلونکې الانعام • آیت 33