یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه حقیقت دا دى چې تا هغه خبره خامخا غمجن كوي، چې دوى يې وايي، نو یقینًا دوى تا دورغژن نه ګڼي او لېكن ظالمان د الله له ایتونو نه انكار كوي الانعام ۶:۳۳ ⧉
تفسیر:
مونږه پوهیږو -ای پیغمبره- چې بیشکه خپه کوي تالره دروغجن ګڼل د دوی تالره په ښکاره، نو ته پوهه شه چې دوی په زړونو کې تا دروغجن نه ګڼي؛ ځکه چې دوی ستا ریښتنولي او امانتداري پیژني، لیکن دوی ظالم قوم دی په ښکاره ستا د حکم نه انکار کوي او دوی په زړونو کې پدې باندې یقین لري.