Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 34 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَىٰ مَا كُذِّبُوا وَأُوذُوا حَتَّىٰ أَتَاهُمْ نَصْرُنَا ۚ وَلَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ۚ وَلَقَدْ جَاءَكَ مِنْ نَبَإِ الْمُرْسَلِينَ 34
ترجمه:
او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولان دروغژن بلل شوي وو، نو هغوى په دروغژن بلل كېدلو او ضرر رسېدلو صبر وكړ تر دې چې هغوى ته زمونږ مدد راغى، او د الله كلماتو لره هیڅوك اړوونكى نشته، او یقینًا یقینًا تا ته د رسولانو څه خبرونه راغلي دي الانعام ۶:۳۴
تفسیر:
او ته دا ګمان مه کوه چې بیشکه دا دروغجن ګڼل یوازې په تا پورې خاص دي، نو یقینا ستا نه مخکې نور پیغمبران هم دروغجن ګڼل شوي وو، او خپلو قومونو ورته تکلیف وررسولی و، نو هغوی د دوی مقابله په صبر کولو سره په دعوت او د الله تعالی په لاره کې په جهاد کولو سره وکړه تر دې چې د الله تعالی له طرفه ورته مرسته او مدد راغی، او نشته څوک بدلوونکی هغه مدد لره چې الله تعالی لیکلی وي، او د خپلو پیغمبرانو سره یې پرې وعده کړي وي، او یقینا راغلي تاته -ای پیغمبره- خبرونه د پخوانیو پیغمبرانو او د هغو تکلیفونو چې د خپلو قومونو نه ورته وررسیدلی وو، او د هغو کامیابیو چې الله تعالی ورته ورکړې وې په هلاکولو د هغوی د دښمنانو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 33 راتلونکې الانعام • آیت 35