Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 38 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 38 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ ۚ مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِنْ شَيْءٍ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ 38
ترجمه:
او نشته دى هېڅ یو په ځمكه كې خوځنده او نه هېڅ مارغه چې په خپلو دواړو وزرونو الوزي مګر (دوى) ستاسو په شان امتونه دي، مونږ په كتاب كې هېڅ شى نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي الانعام ۶:۳۸
تفسیر:
او نشته هیڅ یو حیوان چې د ځمکې پر سر حرکت کوي (خوځیږي)، او نه هیڅ یو مارغه چې الوځي په اسمان کې مګر دا جنسونه دي ستاسو په شان -ای بنی ادمو:- په پیدایش او روزۍ کې، مونږ ندی پریښودی په لوح محفوظ کې هیڅ یو شي مګر هغه مو ثابت (واضح) کړی، او د ټولو علم د الله تعالی سره دی، بیا به دوی یواځې خپل رب ته د قیامت په ورځ راجمع کیدلی شي لپاره د فیصلی کولو، نو بدله به ورکړي هر چاته د هغه څه چې حقدار یې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 37 راتلونکې الانعام • آیت 39