Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 39 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 39 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌ فِي الظُّلُمَاتِ ۗ مَنْ يَشَإِ اللَّهُ يُضْلِلْهُ وَمَنْ يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ 39
ترجمه:
او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى (دوى) كاڼه او ګونګیان دي، په تیارو كې دي، چا ته چې الله وغواړي هغه ګمراه كوي او چا ته چې وغواړي هغه په نېغه لار روانوي الانعام ۶:۳۹
تفسیر:
او هغه کسان چې دروغ یې ګڼلې آیتونه زمونږ په شان د هغو کڼو دي چې څه نه اوري، او په شان د ګونګیانو دي هغوی چې خبرې نشې کولای، او دوی سره د دې نه په تیارو کې هم دي؛ څه نه شي لیدلای، نو د چا چې دا حال وي څرنګه به هدایت ومومي؟! چا لره چې الله تعالی وغواړي د خلکو نه ګمراه کول د هغه نو ګمراه کوی یې، او چا لره چې وغواړي چې هدایت ورته وکړي نو هدایت ورته کوي داسې چې په سمه لاره یې روان کړي چې کوږوالی پکې نه وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 38 راتلونکې الانعام • آیت 40