Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 43 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


فَلَوْلَا إِذْ جَاءَهُمْ بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا وَلَٰكِنْ قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 43
ترجمه:
نو كله چې دوى ته زمونږ عذاب راغى، دوى ولې عاجزي ونه كړه او لېكن د دوى زړونه سخت شوي وو او شیطان دوى ته د دوى هغه عملونه ښايسته كړي وو چې دوى كول الانعام ۶:۴۳
تفسیر:
نو که چیرته دوی په دغه وخت کې کله چې دوی ته زمونږ عذاب راغی الله تعالی ته عاجزي کړي وي، او هغه ته یې غاړه کیښودې وي د دې لپاره چې د دوی نه عذاب لرې کړی شوی وی، نو مونږ به په دوی باندې رحم کړی وي لیکن دوی دا کار ونه کړ، بلکې زړونه یې سخت شول، نو عبرت یې وانه خیست او پند یې هم وانه خیست، او ښایسته کړل دوی ته شیطان هغه کفر او ګناهونه چې دوی کول، نو همیشوالی یې وکړ په خپلو هغو ګناهونو او کفر چې دوی مخکې کولو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 42 راتلونکې الانعام • آیت 44