Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 44 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 44 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّىٰ إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُمْ بَغْتَةً فَإِذَا هُمْ مُبْلِسُونَ 44
ترجمه:
نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړى شوي وو (، نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، نو ناګهانه دوى ناامېده شول الانعام ۶:۴۴
تفسیر:
نو هر کله چې پریښودل دوی هغه څه چې دوی ته پرې پند ورکړ شوی و د سختې غریبۍ او مرض څخه او د الله تعالی په حکمونو باندې یې عمل ونه کړ، مونږ دوی ته مهلت ورکړ په پرانیستلو د دروازو د روزئ په دوی باندې، او په مالداره کولو د دوی سره وروسته له غریبۍ نه، او مونږ د دوی بدنونه روغ کړل وروسته د مرض نه، تر دې چې دوی تکبر وکړ، او په دوی باندې ځان ښودنه غالبه شوه د هغو خوشحالیو او نعمتونو په وجه چې دوی ته ورکړی شوی و ناڅاپه ورته زمونږ عذاب راغی، نو په دغه وخت کې دوی حیران او ناامیده شول د هغه څه نه چې دوی امیدوار وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 43 راتلونکې الانعام • آیت 45