Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 51 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 51 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَأَنْذِرْ بِهِ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْ يُحْشَرُوا إِلَىٰ رَبِّهِمْ ۙ لَيْسَ لَهُمْ مِنْ دُونِهِ وَلِيٌّ وَلَا شَفِيعٌ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ 51
ترجمه:
او ته په دې (وحي) سره هغه كسان ووېروه چې د خپل رب په وړاندې له ورټولول كېدو نه وېرېږي، چې د دوى لپاره له هغه نه غير نه څوك دوست شته او نه څوك سفارشي، لپاره د دې چې دوى پرهېزګاره شي الانعام ۶:۵۱
تفسیر:
او وویروه -ای پیغمبره- په دې قران سره هغه کسان چې ویریږي د دې خبرې نه چې راجمع به کړی شي خپل رب ته د قیامت په ورځ، نه به وي دوی لره څوک دوست پغیر د الله تعالی څخه چې دوی ته خیر ورسوي، او نه څوک سپارش کوونکی چې د دوی نه تکلیف لرې کړي، د دې لپاره چې دوی د الله تعالی څخه وویریږي په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه د نواهیو څخه، نو دا هغه کسان دی چې په قران کریم سره فایدې حاصلوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 50 راتلونکې الانعام • آیت 52