او ته هغه كسان مه شړه چې خپل رب سبا او بېګاه بلي، چې د هغه (الله) مخ غواړي، په تا باندې د هغوى د حساب نه هېڅ شى نشته او نه پر هغوى باندې ستا له حسابه څه شى شته، نو كه ته دوى وشړې، نو شې به ته له ظالمانو څخه الانعام ۶:۵۲ ⧉
تفسیر:
او ته مه شړه-ای پیغمبره- د خپل مجلس نه د مسلمانانو غریبان هغوی چې همیشه د الله تعالی په بندګۍ کې دي د ورځې په اول او په اخر کې خالص کوونکي دي هغه ته د بندګۍ، مه شړه دوی چې پدې سره د مشرکانو مشران رامایله کړې، نشته په تا باندې د دې غریبانو د حساب نه څه شي، بلکې د دوی حساب د خپل رب سره دی، او نشته په هغوی باندې ستا د حساب نه څه شي، که ته چیرته دوی له خپل مجلس څخه وشړې نو ته به پدغه وخت کې د الله تعالی د پولو نه تیریدونکی یې.