Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 74 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 74 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً ۖ إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 74
ترجمه:
او كله چې ابراهیم خپل پلار ازر ته وویل: ایا ته بتان معبودان نیسي، بېشكه زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهۍ كې وینم الانعام ۶:۷۴
تفسیر:
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې ابراهیم -علیه السلام- خپل مشرک پلار آزر ته وویل: ای زما پلار جانه! آیا ته جوړوې بتانو لره معبودان چې د الله تعالی نه پرته یې بندګي کوې؟ یقینا زه وینم تالره او ستا قوم لره په ښکاره ګمراهۍ کې، او په شک کې د حق د لارې نه، چې تاسو د الله تعالی نه پرته د بل چا بندګۍ کوئ، نو خاص الله تعالی یوازې په حق سره لایق د بندګۍ دی، او د هغه نه پرته نور ټول باطل معبودان دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 73 راتلونکې الانعام • آیت 75