Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 75 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 75 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ 75
ترجمه:
او همدارنګه مونږ ابراهیم ته د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ښودله او د دې لپاره چې هغه له یقین كوونكو څخه شي الانعام ۶:۷۵
تفسیر:
او لکه څرنګه چې مو ورته د خپل پلار او د خپل قوم ګمراهي وروښوده همدارنګه ورته بادشاهي د اسمانونو او پراخه ځمکې ښایو؛ د دې لپاره چې په دې پراخه بادشاهۍ د الله تعالی په یووالی او د هغه په یواځې د عبادت مستحق ګڼلو دلیل ونیسي؛ او د دې لپاره چې د یقین کوونکو څخه شي په دې خبره چې بیشکه الله تعالی یوازې دی هیڅ شریک ورله نشته، او هغه په هر شي باندې قادر دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 74 راتلونکې الانعام • آیت 76