Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 76 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 76 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأَىٰ كَوْكَبًا ۖ قَالَ هَٰذَا رَبِّي ۖ فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَا أُحِبُّ الْآفِلِينَ 76
ترجمه:
بیا كله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه (، نو) یو ستورى يې ولیده، ويې ويل: دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پټ شو، ويې ويل: زه پټېدونكي (غايبېدونكي) نه خوښوم الانعام ۶:۷۶
تفسیر:
نو هر کله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه، یو ستوری یې ولیده، ویې ویل: دا زما رب دی، نو هر کله چې هغه ستوری پټ شو ویې ویل: بیشکه زه نه خوښوم هغه څوک چې پټیږي؛ ځکه چې ریښتونی او په حق سره معبود همیشه حاضر وي نه پټیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 75 راتلونکې الانعام • آیت 77