Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 78 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 78 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَٰذَا رَبِّي هَٰذَا أَكْبَرُ ۖ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ 78
ترجمه:
نو كله چې هغه لمرسترګه ولیدله، ځلېدونكې، ويې ويل: دا زما رب دى؟ دا تر ټولو لوى دى، نو كله چې هغه پرېوتله، ويې ويل: اى زما قومه! بېشكه زه بېزاره یم له هغه څه نه چې تاسو يې شریكان جوړوئ الانعام ۶:۷۸
تفسیر:
او هر کله چې یې لمر راختونکی ولیده ویې ویل: دا راختونکی لمر زما رب دی، دا د ستوري او سپوږمۍ دواړو نه غټ دی، نو هر کله چې پټ شو ویې ویل: ای زما قومه! بیشکه زه بیزاره یم د هغه څه نه چې تاسو یې د الله تعالی سره شریکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 77 راتلونکې الانعام • آیت 79