بېشكه ما خپل مخ هغه ذات ته اړولى دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي، يواځې په حق پسې تلونكى یم او نه یم له مشركانو څخه الانعام ۶:۷۹ ⧉
تفسیر:
بیشکه ما خالص کړی دین خپل هغه ذات ته چې پیداکړی یې دي اسمانونه او زمکه پرته له کوم مخکني مثال نه (په نا اشنا ډول)، مایله یم د شرک نه خالص توحید ته، او زه نه یم د هغو مشرکانو له ډلې نه چې د الله تعالی سره د بل چا بندګي کوي.