Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 82 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 82 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَٰئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ 82
ترجمه:
هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او له خپل ایمان سره يې ظلم نه دى ګډ كړى (، نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي الانعام ۶:۸۲
تفسیر:
هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او د هغه د شرعې تابعداري یې کړې، او خپل ایمان یې په شرک سره ندی ګډوډ کړی، یوازې د دوی لپاره به وي امن او ژغورل د عذاب نه پرته له نورو خلکو، او دوی ته به توفیق ورکړل شوی وي، الله تعالی دوی ته د هدایت لارې طرف ته توفیق ورکړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 81 راتلونکې الانعام • آیت 83