Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 83 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 83 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَتِلْكَ حُجَّتُنَا آتَيْنَاهَا إِبْرَاهِيمَ عَلَىٰ قَوْمِهِ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَنْ نَشَاءُ ۗ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ 83
ترجمه:
او دا زمونږ دلیل دى چې هغه مونږه ابراهیم ته وركړى و د هغه د قوم په مقابله كې، مونږ درجې اوچتوو چا لره چې مونږ وغواړو، بېشكه ستا رب، ښه حكمت والا، ښه پوه دى الانعام ۶:۸۳
تفسیر:
او دغه دلیل هغه د الله تعالی دا وینا ده: ﴿فَأَيُّ الْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِالأَمْنِ﴾هغه چې ابراهیم -علیه السلام- پرې په خپل قوم غالب شوی و تر دې چې د هغوی دلیل یې مات کړی و، همدغه زمونږ دلیل دی مونږ هغه ته توفیق ورکړی و لپاره د دلیل نیولو د خپل قوم په مقابل کې، او مونږ هغه ته دا ورکړی و، اوچتوو مونږ چا لره چې وغواړو د خپلو بندګانو نه درجې په دنیا او اخرت کې، بیشکه ستا رب چې دی -ای پیغمبره- د حکمت والا دی په خپل پیدایش او چارو کې، پوهه دی په خپلو بندګانو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 82 راتلونکې الانعام • آیت 84