او اسمٰعیل، او اَلیسَع او یونس او لوط ته، او (دوى) هر یو مونږه په ټولو عالَمونو باندې غوره كړي دي الانعام ۶:۸۶ ⧉
تفسیر:
او همدارنګه مونږ توفیق ورکړی و اسماعیل، الیسع، یونس، او لوط -علیهم السلام- ته، او هر یو د دې پیغمبرانو نه او د دوی په سر کې محمد -صلی الله علیه وسلم- دی مونږ غوره کړي وو په ټولو مخلوقاتو.