Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 87 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 87 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَمِنْ آبَائِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَإِخْوَانِهِمْ ۖ وَاجْتَبَيْنَاهُمْ وَهَدَيْنَاهُمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ 87
ترجمه:
او (فضیلت مو وركړى و) د دوى په پلرونو كې ځینو ته او د دوى په اولاد كې او د دوى په وروڼو كې (ځینو ته) او مونږ هغوى غوره كړي وو او مونږ هغوى ته د نېغې لارې هدایت كړى و الانعام ۶:۸۷
تفسیر:
او توفیق ورکړی و مونږ ځینو پلارانو د دوی ته او ځینو زامنو د دوی ته او ځینو وروڼو د دوی ته هغه چا ته چې مونږ ورته توفیق ورکول غوښتل، او مونږ دوی غوره کړی وو، او مونږ توفیق ورکړی وو دوی ته د تللو په سمې لارې چې هغه د توحید او د الله تعالی د تابعدارۍ لار ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 86 راتلونکې الانعام • آیت 88